د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ منځګړو بیا مهلت غوښتی دی

17 حمل 1399 ساعت 20:59

پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په یوه ګډه اعلامیه کې له ولسمشر غني غوښتي چې د اوس وخت لپاره دې دولتي ګمارنې وځنډوي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په یوه ګډه اعلامیه کې له ولسمشر غني غوښتي چې د اوس وخت لپاره دې دولتي ګمارنې وځنډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی له عبدالله عبدالله هم غوښتي چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورکړی لس ورځنی مهلت دې وغځوي.

په اعلامیه کې ویل شوي افغانستان کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ټولې هڅې په ښه شکل روانې دي، خو یو جوړجاړي ته تر رسېدو پورې دې ولسمشر غني هم دولتي ګمارنې وځنډوي.

دغو مشرانو هیله ښودلې چې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل او نتیجې ته دې ورسېږي تر څو افغانستان کې دایمي سوله راشي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني د کابینې د دریو وزیرانو له ګمارلو وروسته نن د هرات لپاره د نوي والي عبدالوحید قتالي د معرفۍ مراسم د ولسمشر د دویم مرستیال لخوا پر ځای شول.

منځګړو دغه غوښتنه پر داسې حال کې کړې، چې د عبدالله لخوا د جوړ جاړي لپاره ټاکلی لس ورځنی مهلت تېره ورځ پوره شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 126645

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126645/

جمهور
  https://www.jomhornews.com