د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ تنو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن دوشنبې د وري ۱۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تېرو څلوروېشت ساعتونو کې د کرونا ۳۰ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تازه پېښې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ثبت شوې او په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۶۷ تنو ته ورسېده.
دی وايي،۳۰ پېښو څخه یې ۱۶ په هرات، ۶ په کابل، ۳ په نیمروز، ۲ په کندوز، ۲ په فاریاب او یوه په دایکنډي کې ثبت شوې ده.
د یادونې ده، چې تر اوسه پورې له دغه ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۹ تنو او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې ویل کېږي د کرونا ویروس له امله لومړني افغان ډاکتر حنیف الله حنیف وال هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل