زابل او ارزوګان کې ۳۹ وسله واله طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

18 حمل 1399 ساعت 12:08

په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په زابل او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په زابل او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ۲۰۵ اتل قول اردو نن دوشنبې د وري ۱۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي، طالبانو دغه دغه مرګ ژوبله د افغان هوايي ځواک په دریو هوايي بریدونو کې اوښتې ده.

خبرپاڼه وايي، د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په یوه دفاعي برید کې ۶ وسله وال طالبان وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې هم په ورته یوه برید کې ۶ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د اتل قول اردو په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې  طالبانو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې پرافغان ځواکونو برید کړی خو په ځواب کې افغان ځواکونو پرې هوايي برید کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل  شوي دي.

اتل قول اردو وايي، درې واړه بریدونه یې یوازې له خپلو سرتېرو څخه د دفاع په هدف کړي دي، ځکه طالبانو په دغو دوه ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي وو.

طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېره شپه یې په بدخشان کې په وردوج ولسوالۍ باندې هم برید ناکام شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126662

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126662/

جمهور
  https://www.jomhornews.com