د کرونا له امله د برېتانیا لومړی وزیر په روغتون کې بستري شو

18 حمل 1399 ساعت 12:32

د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ته نېږدې سرچینې وايي د کرونا وریروس له امله د نوموړي روغتیايي وضعیت خبراب شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.


د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ته نېږدې سرچینې وايي د کرونا وریروس له امله د نوموړي روغتیايي وضعیت خبراب شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، بوریس جانسون لس ورځې  وړاندې په کرونا ویروس اخته شوی وو.

اوس نوموړي ته نږدې کسان وایي چې روغتیايي وضعیت یې نور هم خراب شوی او د ډاکټرانو په سپارښتنه روغتون ته لېږدول شوی دی.

هغه اوس هم د برېتانیا لومړی وزیر دی خو ټاکل شوې چې د وزیرانو راتلونکې غونډه د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ ترسره شي.

د یادونې ده، چې په برېتانیا کې ګڼ لوړپوړي چارواکي په کرونا ویروس اخته شوي دي، چې له دې ډلې د دغه هېواد شاهزاده، د روغتیا وزارت مرستیاله او نور لا هم بستري دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com