افغانستان کې د کرونا ویروس له امله لومړنی ډاکتر ومړ

18 حمل 1399 ساعت 12:47

د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې د کرونا ویروس له امله لومړني افغان ډاکتر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې د کرونا ویروس له امله لومړني افغان ډاکتر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن دوشنبې د وري ۱۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دغه ډاکتر کابل کې په یوه خصوصي روغتون کې کار کولو او کرونا ویروس باندې اخته شوی وو.

که څه هم نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو په خواله رسنیو خپاره شوي معلومات وايي، دغه ډاکتر حنیف الله حنیف وال وو او په امیري روغتون کې یې کارکولو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي ټيم اوس د دغه ډاکتر همکاران ډول څېړي، چې په کرونا ویروس خو به اخته نه وي.

نوموړي کابل کې د کرونا ویروس د زیاتېدو له امله اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې کابل کې دغه ناروغي ورځ تر بلې  مخ په زیاتېدو ده، چې ډېری یې  د کابل ښار لوېدیځ لوري ته دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس هم رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله دوه کسان په دغه ولایت کې مړه شوي دي.

نوموړي ویلي، مړه شوي کسان یوه ۸۶ او بل یې ۷۰ کاله عمر درلود.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ تنو ته رسېدلی دی.

د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې تر اوسه پورې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 126669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com