۰

ولسمشر غني د مالیې وزارت د تجزیې فرمان لغوه کړه

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۰۲
ولسمشر محمد اشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبر نن دوشنبې د وري ۱۸ مه د مالیې وزارت سرپرست او نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړه.

نوموړي و ویل، چې غني د تازه فرمان په اساس د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.

د هغه په وینا دا مهال کومه ستونزه نشته، د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل.

دی وايي، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د مالی وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي، هېڅ بل ارګان به مداخله ونه کړي.

ښاغلي ارغندیوال د ولسمشر مخکني فرمان ته په اشارې  زیاته کړه، چې د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو په اساس صادر شوی وو.

ارغندیوال وايي، ولسمشر غني د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني شاوخوا درې اونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ، چې دې مسلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي