الېس ویلز:

نړیوال نړیوال ملاتړي په افغانستان کې له روان وضعیت ناهیلي دي

19 حمل 1399 ساعت 10:12

د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس ویلز وايي، نړیوال ډونران په افغانستان کې له روان وضعیت نه ناهیلي شوي دي.


د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس ویلز وايي، نړیوال ډونران په افغانستان کې له روان وضعیت نه ناهیلي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن وېلز دغه څرګندونې پرون دوشنبې  د وري ۱۸ مه په خپل ټوېټر پاڼه کړې دي.

نوموړې لیکلي«په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس او د هغه د ویجاړونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له هغو پروګرامونو او خصوصي مسایلو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي.»

مېرمن ویلز دغه څرګندونې  پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لا هم سیاسي لانجې پر ځای پاتې  دي.

که څه هم امریکا او یو شمېر افغان سیاسیون د دغه سیاسي بحران د حل لپاره منځګړیتوب وکړ، خو پایله یې ورنه کړه.

تر هغې وروسته د امریکا د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جنجالونو له دوام څخه اندېښنه وښوده او له افغانستان سره یې خپله یومیلیارد ډالر مرسته بنده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126693

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126693/

جمهور
  https://www.jomhornews.com