د عامې روغتیا وزیر:

ښايي کرونا تر د میلادي کال تر دسمبر پورې افغانستان کې دوام وکړي

19 حمل 1399 ساعت 18:16

د عامې روغتیا وزیر ډاکترفیروز الدین فیروز خبرداری ورکړ، که راتلونکې میاشت کورونا ویروس په افغانستان کې مهار نه شي د کال تر اخره ښايي دوام ولري.


د عامې روغتیا وزیر ډاکترفیروز الدین فیروز خبرداری ورکړ، که راتلونکې میاشت کورونا  ویروس په افغانستان کې مهار نه شي د کال تر اخره ښايي دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې  نن سه شنبې د وري ۱۹ مه کندهار کې د کرونا د لابراتوار پرانستې پر مهال خبرې کولې وویل، باید تر یوې میاشتې پورې د دغه ویروس مخنیوی وشي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که په یوه میاشت کې دغه ناروغي کابو نه شي نو د روان میلادي کال تر دسمبر میاشتې پورې  به افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي فیروز و ویل«که څه هم وړ اندوینې سمې نه وي، خو زما وړاندوینه دا ده چې لږترلږه تر دسمبر پورې به په افغانستان کې کورونا شتون ولري.»

نوموړي هیله څرګنده کړه چې دغه وړاندوینه سمه ثابته نه شي او په راتلونکې میاشت کې افغانستان وکولای شي چې د کورونا ویروس مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ تنو ته رسېدلی، چې ډېری یې په هرات او کابل کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه ناروغۍ له امله تر اوسه پورې افغانستان کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۱۷ نور ترې  رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 126715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com