ولسمشر غني د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې

19 حمل 1399 ساعت 19:13

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوواد ظریف سره تلېفوني خبرې کړې او پر ځنیو مسایلو غږېدلي دي.


ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوواد ظریف سره تلېفوني خبرې کړې او پر ځنیو مسایلو غږېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ ویلي، ولسمشر غني نن سه شنبې د وري ۱۹ مه له ښاغلي ظریف سره تلېفوني خبرې کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

جواد ظریف، ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې هیواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې میشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر سیاسي اوضاع هم بحث او خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com