کندهار کې د هاوان لګېدو ۱۲ ماشونو ته مرګ ژوبله اړولې ده

20 حمل 1399 ساعت 11:14

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې هوايي ډګر ته نېږدې د توغندي د لګېدو له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې هوايي ډګر ته نېږدې د توغندي د لګېدو  له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې  د وري۱۹ مه ماښام مهال د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د خوشاب په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزی وايي، توغندي پر داسې مهال په یاد کلي کې لګېدلی، چې ماشومان په لوبو بوخت وو.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې درې ماشومان ځای پر ځای وژل شوي  او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي په وژل شویو ماشومانو کې یوه انجلۍ هم شامله ده او د ټولو عمرونه له ۸ تر ۱۳ کلونو پورې وو.

که څه هم د کندهار د پولیسو ویاند دا ونه ویل، چې توغندی د طالبانو له لوري ویشتل شوی که څنګه خو  د قرباني شویو ماشومانو د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې توغندی د هوايي ډګر له لوري توغول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com