افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰ زندانیان خوشي کړل

20 حمل 1399 ساعت 20:13

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت سولې ته د ژمنتیا ښودلو په موخه د وسله والو طالبانو ۱۰۰ تنه زندانیان ورخوشي کړل.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت سولې ته د ژمنتیا ښودلو په موخه د وسله والو طالبانو ۱۰۰ تنه زندانیان ورخوشي کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه زندانیان نن چهارشنبې د وري ۲۰ مه د دې سوګند نه وروسته چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي، خوشې کرل.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، دغه طالب بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د هغوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شوي دي.

دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم د افغان حکومت له تخنیکي سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.

افغان حکومت ویلي دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

افغان حکومت دغه ډول ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د افغانستان حکومت د سولې پروسې د پرمختګ لپاره دا اقدام کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خوشې کولو پروسه د پنځلسو طالب قوماندانو د نه خوشې کولو له وجې ځنډلې ده.

طالبان وایي دا قوماندان کولی شي د نورو خوشې شویو کسانو په پیژندګلوۍ کې مرسته وکړي خو حکومت وایي دغه قوماندان په ځینو غټو بریدونو کې لاس لري او اوس یې نه خوشې کوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل هم ویلي چې په دې سلو کسانو کې چې ټاکل شوې نن خوشې شي، دا پنځلس قوماندانان ندي شامل.
طالبانو تر اوسه د حکومت د دغه اقدام پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com