نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر یو نیم ملیون واوښت

21 حمل 1399 ساعت 9:09

د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو نیم میلیون اوښتی دی.


د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو نیم میلیون اوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وروستي معلومات ښيي، چې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې کرونا ویروس ۱۵۱۸۴۴۸ اخته شوي دي.

دغه راز ویل کېږي، چې تر اوسه په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۸۸۴۵۷ مړه شوي او ۳۳۰۳۹۲ کسه بېرته ترې جوړ شوي دي.

په ټوله نړۍ کې امریکا د دغه ویروس له امله د مړو او  پرې اخته کسانو په سر کې ده، چې پرون په کې کابو ۲ زره کسان کرونا مړ کړي وو.

دا مهال په  امریکا کې د مړینې شمېره ۱۴۷۸۸، په هسپانیه کې ۱۴۷۹۲، په ایټالیا کې ۱۷۶۶۹، په فرانسه کې ۱۰۸۶۹، په برېتانیا کې ۷۰۹۷، په ایران کې ۳۹۹۳ او په چین کې بیا ۳۳۳۵ کسه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.

تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په دغه ویروس اخته دي چې شمېره یې ۴۳۴۹۲۷ ته رسېږي. دویم هېواد هسپانیه ده چې ۱۴۸۲۲۰ کسه پکې په دغه ویروس اخته شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com