له هند، اماراتو او ترکيې تر ۴۵۰۰ زیات مسافر کابل ته رالېږدول شوي

21 حمل 1399 ساعت 9:55

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، افغانستان ته د نړیوالو پروازو له بندېدو وروسته یې له ۴۵۰۰ څخه زیات مسافر هېواد ته رالېږدولي دي.


د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، افغانستان ته د نړیوالو پروازو له بندېدو وروسته یې له ۴۵۰۰ څخه زیات مسافر هېواد ته رالېږدولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده اداره وايي، دغه مسافر، په هند، ترکیه او متحده عربي اماراتو کې بند پاتې و خو دوی د یادو هېوادونو له چارواکو سره د دغه ستونزې پر حل خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، چې له دې خبرو وروسته یې دغه ستونزه حل او مسافرو ته یې د تګ جواز واخیست او هغوی یې بېرته خپل هېواد ته راستانه کړل.
 
یاد ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې  اریانا افغان هوايي شرکت په تېرو دوه اونیو کې  له ترکیې څخه ۶۷۲، له دوبۍ څخه ۱۵۲۵ او له هند څخه ۶۲۸ مسافر خپل هېواد ته رالېږدولي دي.

دغه راز یاده اداره وايي، کام ایر هوايي شرکت بیا په تېرو پنځو ورځو کې۱۷۲۵ تنه مسافر له ډهلي څخه کابل ته رالېږدولي دي.

د ملکي هوايي چلند اداره دغه مسافرو ته یې د کرونا ویروس د خطر له امله ډول وقایويي تدابیر نیولي و او تر چک کولو وروسته یې  کابل ته رالېږدولي دي.

یاده اداره وايي، دوی دغه راز په کویت، عمان او قزاقستان کې د بندو  افغان مسافرو د رالېږدولو لپاره هم هلې ځلې پیل کړې او په دې اړه یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا کله چې د دغه هېوادونوله چارواکو د مسافرو د لېږد اجازه تر لاسه او هوايي تلن ته زمینه برابره شي نو پاتې مسافر به هم هېواد ته راولېږدوي.

د ملکي هوايي چلند اداره دغه  راز ټینګار کوي، چې دوی به په بهر کې د افغان محصلینو د رالېږد لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com