آلیس ویلز:

افغانان باید د سیک لېږکیو امنیت تامین کړي

21 حمل 1399 ساعت 10:23

امریکا په افغانستان کې د سېک مذهبي لږکیو پر امنیت اندېښنه څرګنده کړې او پر افغانانو یې غږ کړي، چې د هغوی امنیت تامین کړي.


امریکا په افغانستان کې د سېک مذهبي لږکیو پر امنیت اندېښنه څرګنده کړې او پر افغانانو یې غږ کړي، چې د هغوی امنیت تامین کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلېس ویلز په تازه ټوېټ پیغامونو کې له افغانانو غوښتي، چې د سېک او هندو لږکیو د امنیت لپاره همکاري وکړي.

نوموړې ویلي، دوی د افغانستان د تاریخ او فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده نو دا د افغانانو مسوولیت دی چې د دوی امنیت تامین کړي.

امریکا پر داسې  مهال په افغانستان کې د سیک لږکیو پر امنیت اندېښنه ښيي، چې څه موده وړاندې کابل کې د سیکانو په یوه درمسال برید وشو.

په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او مسوولیت یې هم داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com