نن به ۱۰۰ تنه نور طالب زندانیان هم خوشي شي

21 حمل 1399 ساعت 10:36

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې نن به د وسله والو طالبانو ۱۰۰ تنه نور زندانیان هم د بګرام له زندان څخه خوشي شي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې نن به د وسله والو طالبانو ۱۰۰ تنه نور زندانیان هم د بګرام له زندان څخه خوشي شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن پنشنبې د وري ۲۱ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

جاوید فیصل ویلي، چې د ولسمشر غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن (پنبشنبې د وري ۲۱مه) ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بګرام له زندان څخه خوشي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه سل تنه بندیان به د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي.

د یادنې ده، چې افغان حکومت پرون هم له بګرام زندانان څخه ۱۰۰ تنه طالب زندانیان د دې قسم له ورکړې وروسته چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ګرځي خوشي کړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دغه زندانیان یې د ولسمشر د فرمان پر اساس، د طالبانو له تخنیکي ټیمو سره د کړې  پرېکړې او سولې ته د ژمنتیا په پار خوشي کړي دي.

خو طالبان وايي، دوی ته د یادو زندانیانو خلاصون ځکه د منلو نه دی، چې په وینا یې دا له پروسې سره سم نه دي خلاص شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايې، دوی له امریکا سره هوکړه لري او په دې هوکړه کې د زندانیانو د خوشي کېدو لپاره ځانګړې پروسه په نظر کې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، هغه زندانیان چې له پروسې سره سم نه خوشي کېږي دوی ته د منلو وړ نه دي.

مجاهد ویلي، پلاوی یې له کابل وتلی دی او دمګړی له افغان حکومت سره د زندانیانو د خوشي کولو پر سر خبرې ختمې شوې دي.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغه دریځ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندي یې  بیا ویلي چې د سولې او زندانیانو خوشي کولو ته ژمن دي خو دا هر څه خپل مراحل لري او پر ډېرو مواردو باید په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 


د مطلب کود: 126784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com