اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

21 حمل 1399 ساعت 11:40

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې له کرونا سره د مبارزې په خاطر اوربند وکړي.


په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې له کرونا سره د مبارزې په خاطر اوربند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې پرون چهارشنبې د وري ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جګړې د درېدو او اوربند غوښتنه کړې، دوی یو ځل بیا له ښکېلو لورو غواړي، چې ژر تر ژره په افغانستان کې اوربند وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، کرونا ویروس څخه په افغانستان کې ټول خلک په خطر کې دي او د دغه ویروس د پراخېدو وېره راتلونکو ورځو او اونیو کې زیاته ده، نو همدې ته په کتو چې خلکو ته روغتیايي خدامات سم ورسېږي امنیت ته اړتیا ده.

خو په وینا یې که جګړه همداسې دوام وکړي، نه یوازې د دغه ناروغۍ مخینوی به ستونزمن کړي، بلکې له افغانستان به د نړیوالو مرستې او همکارۍ هم زیانمنې کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، لکه څنګه چې په نوره نړۍ کې د ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ویل شوی، دوی تمه لري او غواړي، چې په افغان جګړه کې ښکېل لوري هم صداقت وښيي او همدا اوس جګړه ودروي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت هم په وار وار د کرونا سره د مبارزې او بشردوستانه مرستو د رسولو په موخه له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 126791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com