په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په قطر کې د طالبانو د دفتر له غړو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د دوی استازو له جنرال مېلر سره د سولې هوکړې د تطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه خبرې کړې دي.
شاهین نن شنبې د وري ۲۳ مه په خپل ټوېټر پانه لیکلي، چې په دې ناسته کې په هغو بریدونو هم خبرې شوي، چې په غیر جنګي سیمو کې ترسره شوي او ددغه ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په قطر کې د طالبانو د دفتر له استازو سره ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل