روسیه:

د افغانستان سیاسي بحران باید د خبرو له لارې حل شي

23 حمل 1399 ساعت 8:45

روسیې په افغانستان کې په سیاسي کشمکشونو اندېښنه ښودلې وايي، دغه ناندرۍ په یاد هېواد کې د جګړې د دوام سبب شوې دي.


روسیې په افغانستان کې په سیاسي کشمکشونو اندېښنه ښودلې وايي، دغه ناندرۍ په یاد هېواد کې د جګړې د دوام سبب شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، په افغانستان کې باید سیاسي بحران د خبرو له لارې حل شي.

د هغې په وینا په افغانستان کې سیاسي بحران د جګړې د دوام سبب شوی، نو له همدې امله باید افغان سیاسي مشران خپل اختلافات پایته ورسوي او پر همه شموله حکومت دې توافق وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د طالب بندیانو د خلاصون برخه کې د حکومت او طالبانو عدم توافق په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

روسیه وايي، د بندیانو په اړه توافق ته د حکومت او طالبانو نه رسېدل د سولې بین الافغاني خبرې ځنډولي دي.

روسیه دا اندېښنه پر داسې مهال ښيي، چې یو خوا په افغانستان کې سیاسي اختلافات دوام لري او له بلې خوا د حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د خلاصون مسله هم ناندریزه شوې ده.

افغان حکومت په تېرو دوه ورځو کې ۲۰۰ طالب زندانیان له بګرام زندان څخه خوشي کړل، خو طالبان وايي، دا بندیان د دوی او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر اساس نه دی او دوی ته د منلو نه دي.

طالبان پر یو دم د پنځو زرو طالب زندانیانو د خلاصون غوښتنه کوي، خو افغان حکومت وايي، دغه  زندانیان به د یوې پروسې له مخې خوشي کېږي.

دا چې د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر سر د لانجو اصلي لامل څه دی، د افغانستان د سیمه ییزه ارګانونو ادارې مشر او د طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ څو ورځې  وړاندې ویلي و، طالبان د هغه قوماندانانو خلاصون هم غواړي، چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې یې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com