سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، پېښه پرون جمعه ماښام مهال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، خلک په یوه ځای کې د مېلې لپاره راټول شوي و، چې د ده په وینا د مخالفینو له خوا اېښودل شوي ماین پرې وچاودېد.
د کندهار د پولیسو ویاند وايي، په دغه چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، دغه چاودنه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قوماندان ورور میر محمد د خپلو درېیو ساتونکو سره وژل شوی او دوه پولیس ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل