د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که هېوادونه د ټولنیز واټن ساتلو برخه کې لګول شوی بندیز لرې کړي ښايي د کرونا وبا له یوې نوې وژونکې څپې سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروی ادهانوم ټینګار کړی چې هېوادونه باید د لګول شویو بندیزونو د کمولو لپاره ستراتیژيانې ولري چې په تدریجي او خوندي ډول عملي شي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که لګول شوي محدودیتونه په بېړه لرې شي نو ښايي د کرونا وبا وژونکې څپه را وګرځي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې دا مهال په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او شپږ سوه زره اوښتی دی.
دغه راز د کرونا وبا له امله تر دې دمه په نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر له سلو زرو اوښتی دی او زرګونو نور بیا ترې رغېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل