د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان پتیلې، چې له کرونا سره د مبارزې لپاره له چین څخه طبي توکي وارد کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند حنیف اتمر په چین کې افغان سفیر ته سپارښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت څخه نن شنبې د وري ۲۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر افغان سفیر ته ویلي، چې له چین هېواد څخه د کرونا ضد طبي او حفاظتي لوازمو څرنګوالی تشخیص او د روغتیا وزارت او له کرونا سره د مبارزې کمېټې له لارې د اړوندو توکو د خریدارۍ او انتقال زمېنه برابره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون له افغان سفیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په دې تړاو خبرې وکړې.
له دې وړاندې چین یو ځل له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په موخه د ځینو طبي توکو مرسته کړې او چنايي چارواکو ډاډ ورکړی و، چې هېواد به یې له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت د تېرې پنشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس تر ټولو کرونا ویروس نیولي کسان په هرات او په دوهم قدم کې په کابل او کندهار کې دي.
د عامې روغتیا وزارت دا هم وايي، چې د کرونا له امله تر اوسه پورې ۱۵ تنه مړه شوي او تر ۳۰ زیات ترې رغېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل