د حج و اوقاف وزارت فتوا:

کرونا ته ځان پرېښودل حرام دي، کورونو کې لمونځونه وکړۍ!

23 حمل 1399 ساعت 11:13

د حج و اوقاف وزارت فتوای صادره کړې ده چې په اوسنیو کورونايي شرایطو کې د جماعت یا په ډله د لمانځه ترک یو شرعي عذر دی او هېڅ ګناه نه لري.


د حج و اوقاف وزارت فتوای صادره کړې ده چې په اوسنیو کورونايي شرایطو کې د جماعت یا په ډله د لمانځه ترک یو شرعي عذر دی او هېڅ ګناه نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت د کورونا د مخنیوي لپاره د جماعت د لمانځه په اړه ویلي چې په صفونو کې فاصله په پام کې نه نیول کېږي حال دا چې کورونا په داسې وضعیت کې ژر خپرېږي.

وزارت همدا راز د کورونايي مړو د ښخولو او تکفین په اړه هم شرعي احکام خپاره کړي دي او له خلکو یې غوښتي دي چې د قرنطین په موده کې دې جوماتونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او په نورو ځایونو کې دې هم لمونځ له روغتیايي تدابیرو سره ادا کړي.

په فتوا کې راغلي، د کورونا ویروس په اړه بې غوري حرامه او بې احتیاطي د مرګ سبب ګرځي.

یاد وزارت ویلي«خلک دې جوماتونو له تګ څخه پرهېز وکړي، د کورونا ویروس یو شرعي عذر دی، په جماعت د لمونځ نه ادا کول باک نه لري.»

د حج و اوقاف وزارت په فتوا کې زیاته شوې چې د جمعې مبارکې ورځې لمونځونه دې د جومات د کارکوونکو او روغ صحت لرونکو لخوا په هغه صورت کې ادا شي چې جومات ضد عفوني شوی اوسي او نور خلک دې په کور کې پاتې شي.

په فتوا کې ویل شوي، مشکوک کسان دې جومات ته له تګ څخه جدي پرهېز وکړي، که څوک په دې خبرو عمل نه کوي د عمدي هلاکت خوله کې ځان ورکوي.

وزارت همدا راز د کورونايي مړود تکفین، غسل او تدفین په اړه ویلي چې که د کورونا د خپرېدو وېره وي یا د مړو شمېر له حده ووځي نو غسل دې نه ورکوي او خاورو ته دې یې وسپاري.

وزارت همدا راز پر ملا امامانو غږ کړی دی چې په اذانونو کې دې ((صلوا فی رحالکم – لمونځ په کور کې وکړئ)) جمله ور زیاته کړي.

افغانستان دا فتوا په داسې حال کې ورکړې تر دې وړاندې ګڼو اسلامي هیوادونو د کورونا ناروغۍ له امله جوماتونو ته د نه تللو امر کړی و.

ان تر دې چې سعودي عربستان د عمرې حج لپاره د کعبې شریفې دروازې هم وتړلې  او مسلمانانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې سږ کال د حج د مراسمو لپاره تیاری ونه نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126849

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126849/

جمهور
  https://www.jomhornews.com