۰
د بهرنیو چارو وزارت:

اسلامي نړۍ دې پر طالبانو ومني، چې اوربند وکړي

شنبی ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښټي، چې په هېواد کې اوربند ته غاړه کېږي او په اسلامي نړۍ یې هم غږ کړی چې پر طالبانو اوربند ته ومني.
اسلامي نړۍ دې پر طالبانو ومني، چې اوربند وکړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښټي، چې په هېواد کې اوربند ته غاړه کېږي او په اسلامي نړۍ یې هم غږ کړی چې پر طالبانو اوربند ته ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په یمن کې د عرب ایتلاف د اوربند اعلان ته په اشاره له طالبانو غوښتي چې په هېواد کې دې ژر تر ژره جګړه ودروي او اوربند دې وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، کابل په یمن کې د دوه اوونیو اوربند د اعلان هرکلی کوي خو طالبان هم باید چې په افغانستان کې د کورونا د مخنیوي د هڅو د ګړندیتوب په خاطر اوربند وکړي.

خبرپانه زیاتوي، افغان دولت د بشري مرستو او روغتیايي امکاناتو د رسولو په خاطر له طالبانو غواړي چې هېواد کې سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې د سعودي عربستان له پاچا، نړیوالو بنسټونو او ټولې اسلامي نړۍ په کلکه غوښتي، چې په افغانستان کې دې د اوربند د ټینګښت لپاره خپل ګړندي ګامونه واخلي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم د حمل په ۵مه له طالبانو غوښتي وو چې د کورونا پر ضد د مؤثرې مبارزې لپاره دې اوربند وکړي.

همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي، ناټو، اروپايي ټولنې، یوناما، امریکا او ګڼو لوریو په افغانستان کې د اوربند ټینګښت مهمه اړتیا بللې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې بشري مرستو او طبي خدماتو ته دې په خپلو سیمو کې اجازه ورکړي.

خو طالبانو تر اوسه دغه کار ته غاړه نه ده ایښې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي