۰
سرچینې:

د ولسمشر غني یو بل ساتونکی هم وژل شوی دی

یکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۹
امنیتي سرچینې وايي، د ولسمشر غني د ساتونکو یا پي پي اېس یو بل غړی هم په کابل ښار کې د ناپېژانده وسله والو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
د ولسمشر غني یو بل ساتونکی هم وژل شوی دی
امنیتي سرچینې وايي، د ولسمشر غني د ساتونکو یا پي پي اېس یو بل غړی هم په کابل ښار کې د ناپېژانده وسله والو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې  زیاته کړې، چې د ولسمشر په دوه ساتونکو پرون (شنبې د وري ۲۳ مه) ماښام مهال د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني پروژې په سیمه کې برید شوی دی.

سرچینه وايي،  په دغه برید کې د پي پي اېس غړی سیدعطاالله وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم په یاده سیمه کې برید تاییدوي، خو وايي له پلټونو وروسته به معلومه شي، چې وژل شوی او ټپي کسان څوک دي.

دا په تېره اوونۍ کې د ولسمشر د ساتونکو دوهم  غړی دی، چې په کابل ښار کې وژل کېږي.

تېره اوونۍ هم د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.

د هغه تر وژل کېدو دوه ورځې وروسته امنیتي چارواکو خبر ورکړ، چې د قیام مقصودي د وژل کېدو په تړاو یې یوه اوه کسیزه ډله نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي