د ګردیز په بند خونه کې اخ ډب رامنځ ته شوی

24 حمل 1399 ساعت 8:07

راپورونه وايي، د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په زندان کې د زندانیانو او ساتونکو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وايي، د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په زندان کې د زندانیانو او ساتونکو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د وري ۲۳ مه)  اته نیمې بجې د ګردیز ښار په عمومي محبس کې له هغې وروسته رامنځ ته شوه، چې یو شمېر زندانیانو بلوا وکړه.

امنیتي سرچینې وايي، زندانیانو هڅه کوله، چې له زندان څخه وتښتي، خو د ساتونکو له مقاومت سره مخ شول، چې له دې  سره سم اخ ډب هم  رامنځ ته شو.

ویل کېږي په دغه اخ ډب کې د زندان دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي  دي، خو دوه زندانیان هم ټپیان شوي دي.

د زندان ساتونکي وايي، د زندانیانو بلوا یې کنټرول کړې، خو ځینې راپورونه وايي، لا هم په زندانان کې اړی ګړی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د مرغومي په ۲۳ مه نېټه د ګردېز له محبس څخه په ترهګرۍ تورن ۷ بندیان په تېښته بریالي شوي وو.

جمهورخبري آژانس:ګردیز
 
 
 


د مطلب کود: 126863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com