د بهرنیو ځواکونو ویاند:

که طالبان بریدونه کوي، موږ د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

24 حمل 1399 ساعت 8:46

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو یو ویاند وايي، که طالبان تاوتریخوالی و نه دروي، نو بهرني سرتېري د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورځي


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو یو ویاند وايي، که طالبان تاوتریخوالی و نه دروي، نو بهرني سرتېري د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو ځواکونو ویاند دغه څرګندونې له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې کړې او پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي او پر افغان ځواکونو له بریدونو لاس واخلي.

نوموړي ټینګار کړی که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي نو له افغان حکومت سره د تړون له مخې ناټو ځواکونه اړ دي چې د افغان سرتېرو ملاتړ ته ورشي او هوایي بریدونه وکړي.

دا په داسې  حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر دوحې ته تللی و او هلته یې له طالبانو سره د سولې هوکړې پر عملي کېدو خبرې کړې وې.

طالبانو شکایت کړی و چې امریکايي لوری پر دوی هوایي بریدونه کوي او د سولې هوکړه نقضوي.

خو ویل کېږي سکاټ مېلر طالب استازو ته ویلي، چې دوی غلت برداشت کړی دی، ځکه اوس افغان ځواکونه هم د بهرنیو ځواکونو په شان ځپونکي او چټ هوايي بریدونه کولی شي او وروستي بریدونه هم افغان ځواکونو کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 126869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com