۰
امریکايي استازې:

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله بحران ختمولی شي

یکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
په ناټو کې د امریکا استازې کې بیلي هاتسون د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله بحران ختمولی شي
په ناټو کې د امریکا استازې کې بیلي هاتسون د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې مېرمن هاتسون ویلي، افغانستان کې د بحران ختمولو یوازینۍ لار د طالبانو او افغان حکومت د سولې هوکړې رامنځ ته کول او سیاسی حل دی.

نوموړې ټینګار کړي، چې افغان حکومت او افغانان د ناټو او امریکا له ملاتړ برخمن دي او هېڅ وخت به یوازې پرې نه ښودل شي.

هغې یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان ته یوازې د سیاسي حل له لارې ثبات راتللی شي او په دغه هېواد کې شته بحران د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو او سولې هوکړې له لارې د حل وړ دی.

د هغې په وینا امریکا او ناټو په افغانستان کې د پیاوړي حکومت غوښتونکي دي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په ناټو کې د امریکا استازې پر افغان حکومت او طالبانو دا غږ هم کړی چې له فرصت ګټه پورته کړي او د سولې لپاره کار پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي