اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۷ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

24 حمل 1399 ساعت 9:52

اروپايي ټولنې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۱۱۷ میلیون یورو د مرستې اعلان کړی دی او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.


اروپايي ټولنې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۱۱۷ میلیون یورو د مرستې اعلان کړی دی او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې پرون شنبې د وري ۲۳ مه ویلي، د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوی وضعیت ښايي افغانستان ډېر وځپي.

د دغه ټولنې په وینا له کلونو راهیسې جګړې د دې هېواد روغتیا سکټور کمزوری کړی او له کمو امکاناتو سره باید د دې وبا پر ضد مبارزه وکړي.

په افغانستان سره د اروپايي اتحادیې په ۱۱۷ میلیونه ایرو مرسته کې لږترلږه ۵۰ میلیونه ایرو د دې هېواد د روغتیا سکټور لپاره بېلې شوې دي.

دغه ټولنې ویلي، له دې پيسو به په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټسټ یا معاینې لپاره ځانګړي وسایل برابر شي او په څنګ کې به‌ یې د میندو او ماشومانو لپاره د صحي امکاناتو پر زیاتولو کار وشي.

همداراز، له هغو افغانانو سره به چې له ایران او پاکستانه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته ستانه شوي، د ځای پر ځای کېدو لپاره مرسته کېږي.

د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو او د پیسو نړیوالې ادارې د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

دغه نړیوالې مرستې پر داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵۵ تنو ته رسېدلی، چې ۱۸ ترې مړه شوي او ۳۷ نور رغېدلي دي.

په ورته وخت کې یادې ټولنې په افغانستان کې په بېړني اوربند د ټینګار تر څنګ ویلي افغان سیاستوالو ته ښايي چې ژر تر ژره خپل‌منځي اختلافونه یوې خواته کړي او یوه موافقه وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پيري مایدون ویلي، اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې له دې مرستې سره خپل مأموریت ته لا کلک او یو نوی اړخ ورکوي.

پیري مایدون د افغانستان له ټولو سیاسي مشرانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره موافقه وکړي.

دغه راز نوموړي د روانې جګړې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د بشري خواخوږۍ له مخې، په بېړني ډول اوربند اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126877

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126877/

جمهور
  https://www.jomhornews.com