ملي امنیت له اسلم فاروقي سره د نیول شویو دوه نورو داعشیانو هویت هم په ډاکه ګړ

24 حمل 1399 ساعت 11:28

ملي امنیت د داعش د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي سره د نیولو شویو ۱۹ داعشیانو له ډلې د دوه تنو نورو هویت هم په ډاکه ګړه.


ملي امنیت د داعش د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي سره د نیولو شویو ۱۹ داعشیانو له ډلې د دوه تنو نورو هویت هم په ډاکه ګړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت صفر یو قطعې د دغه داعشیانو د اعترافاتو ویډیو نن یکشنبې د وري ۲۴ مه په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې ده.

په ویډیو کې ویل شوي، محمد تنویر د بنګله دېش او علي محمد د پاکستان وګړي او د داعش د خراسان څانګې مهم غړي دي، چې د دغه ډلې د مشر اسلم فاروقي سره یو ځای د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
 
په دې ټوېټ کې ویل شوي، چې محمد تنویر د داعش د خراسان څانګې لپاره په مالي برخه کې مهم کس او علي محمد بیا د داعش ډلې ته د مرستو د راټولولو او لوژستیک برخې مسوول وو.

د یادونې ده، چې ملي امنیت تېره اوونۍ د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی، چې په اسلام فاروقي مشهور دی، له ۱۹ ملګرو سره یو ځای په ځانګړو عملیاتو کې ونیوه.

ملي امنیت ویل چې په نیول شویو کسانو کې قاري ذاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني چې د فاروقي نېږدې کسان و هم شامل دي.

د ملي امنیت په وینا قاري ذاهد مشهور په معاذ په افغانستان کې د داعش نظامي مسوول او سیف الله مشهور په ابوطلحه پاکستاني بیا د دغه ډلې د جلب و جذب مسوول وو.

د یادونې ده، د داعش د خراسان ډلې نیول شوی مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مهشور دی، له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د اورکزو اېجنسۍ د اخندزاده ګانو د کلي اوسېدونکی دی.

نوموړی وړاندې به پېښور کې  د داعش ډلې د نظامي مسوول او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو دره کې د دغه ډلې قوماندان دنده تر سره کوله او هم یې په خیبر اېجنسۍ کې د داعش عملیاتو کې فعالیت درلود.
 
خو کله چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر ابوسعید باجوړی چې هغه هم د ډېورنډ کرښې د پورې غاړې اوسېدونکی و، و وژل شو، نو پر ځای یې اسلم فاروقي د خراسان د والي په توګه وټاکل شو.

ویل کېږي اسلم فاروقي پاکستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو لکه لشکر طیبه او حقاني شبکې سره هم نېږدې اړیکې درلودې او دغه اړیکې او د داعش د خراسان څانګه کې نورې هم غښتلې  شوې دي.

د فاروقي او ملګرو تر نیول کېدو وروسته پاکستان له افغانستان څخه وغوښتل، چې اسلم فاروقي دوی ته وسپاري ځکه د دوی د ادعا پربنسټ یاد کس په پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا غوښتنه په کلکه رد کړه او ویې ویل، چې اسلم فاروقي به هېڅ وخت پاکستان ته تسلیم نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د جنایت کارانو او ترهګرو د راکړې ورکړې په برخه کې کوم تړون نشته نو ځکه فاروقي نه ورته سپاري، خو زیاته کړې یې وه، چې دواړه هېوادونه کولی شي له یو بل سره ځینې استخباراتي معلومات شریک کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126883

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126883/

جمهور
  https://www.jomhornews.com