نبیل:

طالب مشر مالي خان پاکستان ته تللی او حقاني شبکې سره یو ځای شوی

24 حمل 1399 ساعت 15:33

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د دوه امریکايي استادانو په بدل کې له بګرام زندان نه خوشی شوی طالب مشر مالي خان بېرته د جګړې لیکو ته ستون شوی دی.


د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د دوه امریکايي استادانو په بدل کې له بګرام زندان نه خوشی شوی طالب مشر مالي خان بېرته د جګړې لیکو ته ستون شوی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حقاني شبکې د مشر ورور انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید درې هغه لوړ پوړي طالب چارواکي وو، چې د افغان – امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې د افغان حکومت له خوا خوشي شول.

هغه مهال د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړې ته په پام ویل کېدل، چې دغه طالب مشران قطر ته وړل کېږي او بېرته به جګړې ته نه ځي.

خو اوس د د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په یوه ټوېټ کې خبر ورکړی چې مالي خان بېرته د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې جګړې ته ستون شوی دی.

رحمت الله نبیل ویلي، مالي خان له بګرام څخه تر وتلو وروسته پاکستان ته تللی او هلته یې د حقاني شبکې د عملیاتو، تدارکاتو او سازماني فعالیتونو مشري پر غاړه اخیستې ده.

نبیل ویلي، دا له امریکا سره د طالبانو له کړې هوکړې څخه د طالبانو ښکاره سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وروستیو کې ۳۰۰ نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي خو وايي، ژمنه یې ترې اخیستې ده چې د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي.

بلخوا د طالبانو ویاند سهیل شاهین څه موده وړاندې ویلي وو چې د دوی جنګیالي جګړې ته نه ستنېږي، ځکه په دې اړه یې له امریکا سره په ضمایمو کې هوکړه موجوده ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126891

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126891/

جمهور
  https://www.jomhornews.com