ناتایید شوي راپورونه:

د ولسمشر غني او عبدالله سیاسي اختلافات حل شوي \ عبدالله به د غني مامور او د مصالحې عالي شورا مشر وي

25 حمل 1399 ساعت 8:16

ځینې رسنیو راپور ورکړی، چې دوی ته د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د احتمالي هوکړې متن رسېدلي، چې له مخې به یې عبدالله د ښاغلي غني مامور او د مصالحې شورا مشر وي.


ځینې رسنیو راپور ورکړی، چې دوی ته د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د احتمالي هوکړې متن رسېدلي، چې له مخې به یې عبدالله د ښاغلي غني مامور او د مصالحې شورا مشر وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تاند ویب پاڼې ویلي، دغه متن دوی تر لاسه کړی او په کې  هوکړه په دریو برخو، سوله، حکومتولۍ او  اصلاحاتو باندې راڅرخي او دا مسایل په کې د روان بحران د حل مهم ټکي بلل شوي دي.

سرچینه زیاتوي،هوکړه کې راغلي چې حکومت به د مصالحې عالي شورا جوړوي او د سولې د ټولو چارو مشري به یې عبدالله عبدالله ته ورکوي.

ولسمشر به د دغې شورا د رهبرۍ غړی وي او د مصالحې عالي شورا دفتر به هم د عبدالله اوسنی لاندې کړی ځای سپېدار ماڼۍ وي.

 په هوکړه کې راغلي چې د عبدالله د ثبات او همپالنې د ټیم مرستیالان به د مصالحې عالي شورا ځانګړي استازي وي چې دا شورا به د سولې ټولې چارې تصویب، تثبیت او رهبري کوي.

په دغه احتمالي هوکړه کې زیاته شوې ده چې د مصالحې عالي شورا پرېکړې به د غړو د رایو په اکثریت سره کېږي او د غونډو ریاست به یې د ولسمشر او عبدالله لخوا کېږي.

 همدا راز به د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مصالحې عالي شورا د دارالانشاء او سکرتریت دنده مخته وړي او د شورا د رئیس امر به مني او د مصالحې شورا مقررۍ به هم  د عبدالله لخوا کېږي.

 په هوکړه کې د مصالحې شورا یوه خپلواکه بودیجوي اداره بلل شوې چې مالیې وزارت او نړیوال بنسټونه به پيسې ورکوي.

 د مصالحې شورا ته به د ولسمشر د مرستیالانو په شان پروتوکول ورکول کېږي.

 په حکومت کې هم عبدالله عبدالله ته د ونډې ورکولو اشاره شوې چې د اعلي سرقومندان مرستیال به د ملي امنیت شورا غړی او د ثبات او همپالې ټیم سړی وي.

 په دې احتمالي هوکړه کې چې تر اوسه هیڅ لوري رسما تایید کړې نه ده خو جزییات یې یوې سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط له ویلي« د حکومت پنځوس سلنه څوکۍ به د عبدالله ټیم ته ورکول کېږي او تغییر او تبدیل به هم د عبدالله او ولسشمر په مشوره ترسره کېږي.»

که څه هم د عبدالله د ټیم دوه غړو فضل احمد معنوي او فریدون خوځون په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

خو د همدغه ټیم ګڼو غړو تاند ته د نوم نه اخیستلو په شرط ویلي، له ارګ سره د جنجال تر ټولو لویه موضوع عبدالله ته د امتیازاتو په پام کې نیول و، چې تر اوسه ولسمشر غني ډېر شیان نه منل او د صدراعظمۍ په اړه یې سره کرښه دوی ته د نه منلو راکښلې وه.

په عین حال کې د ارګ یوې سرچینې، د نوم د نه ښودلو په شرط  ویلي، عبدالله عبدالله، انوارالحق احدي او د ثبات او همپالنې ټیم ګڼ نور مشران له یوې داسې هوکړې سره موافق دي چې پر اساس یې عبدالله د مصالجې د شورا رييس وي او یو لړ امتیازونه ورته ومنل شي.

خو صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود لا هم په دې ټینګار کوي چې د دوی د ټیم غړی دې صدراعظم وټاکل شي هغه چوکۍ چې د افغانستان په اساسي قانون کې نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126901

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126901/

جمهور
  https://www.jomhornews.com