۰
ولسمشرغني:

له روان حالت څخه د وتلو لپاره واحد لیدلوری پکار دی

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
ولسمشر غني وايي چې حکومت د کرونا ویروس د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د روان حالت د کنټرول وړتیا لري.
له روان حالت څخه د وتلو لپاره واحد لیدلوری پکار دی
ولسمشر غني وايي چې حکومت د کرونا ویروس د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د روان حالت د کنټرول وړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ټنیګار کړي، چې هېواد له اقتصادي او روغتیايي کړکېچ څخه د وتلو لپاره یوه واحد لیدلوري ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې،، چې روان وضعیت، سرعت ته اړتیا لري، څو له یوې خوا د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي او له بلې خوا کارونه په خپل ټاکلي وخت او په سمه توګه مدیریت او تر سره شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا خلک د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو ستونزو سره لاس او ګیروان دي او  له بلې خوا د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ او دغه راز د سولې خبرو ته اندېښمن دي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې تر اوسه ۶۰۷ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي، چې ۱۹ تنه ترې مړه شوي او ۳۷ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي