ولسمشرغني:

له روان حالت څخه د وتلو لپاره واحد لیدلوری پکار دی

25 حمل 1399 ساعت 9:04

ولسمشر غني وايي چې حکومت د کرونا ویروس د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د روان حالت د کنټرول وړتیا لري.


ولسمشر غني وايي چې حکومت د کرونا ویروس د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د روان حالت د کنټرول وړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ټنیګار کړي، چې هېواد له اقتصادي او روغتیايي کړکېچ څخه د وتلو لپاره یوه واحد لیدلوري ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې،، چې روان وضعیت، سرعت ته اړتیا لري، څو له یوې خوا د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي او له بلې خوا کارونه په خپل ټاکلي وخت او په سمه توګه مدیریت او تر سره شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا خلک د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو ستونزو سره لاس او ګیروان دي او  له بلې خوا د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ او دغه راز د سولې خبرو ته اندېښمن دي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې تر اوسه ۶۰۷ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي، چې ۱۹ تنه ترې مړه شوي او ۳۷ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com