۰
خلیلزاد:

حکومت او طالبان دې، سولې ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړي

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې هرکلی کړی دی.
حکومت او طالبان دې، سولې ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي، دا یو مهم ګام دی چې په دې توګه به دواړه لوري سولې ته نږدې او تاوتریخوالی کم شي.

زلمي خلیلزاد پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د سولې هوکړې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي په ټينګار سره ویلي، اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي او په دې توګه د شته ګواښونو په تېره له کرونا سره د مبارزې لپاره یو واحد او پیاوړی ځواک رامنځ ته شي.

خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت تېره او روانه اونۍ د طالبانو ۳۰۰ زندانیان له بګرام زندان څخه خوشي کړل او دغه راز طالبانو هم پرون د افغان حکومت ۲۰ تنه زندانیان چې ویل کېږي زیاتره یې د پوځ غړي و، په کندهار کې سره صلیب ته سپارلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي