۰
ګلبدین حکمتیار:

امریکا په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو په لټه کې ده

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۲
امریکا په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو په لټه کې ده
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنه کړې وايي، بیا هڅه کوي چې د ملي یووالي حکومت په څېر سهامي شرکت جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار نن دوشنبې د وري ۲۵ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د بحران په جوړولو کې لاس لري.

نوموړي په اعلامیه کې د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکی او د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیمونه هم تورن کړي، چې د ګډ حکومت جوړلو په لټه دي او  غواړي یوځل بیا د ملي یووالي حکومت په څېر سهامي شرکت جوړ کړي.

حکمتیار ټينګار کړي، امریکا د دې پر ځای چې د یوه قوي مرکزي حکومت ملاتړ وکړي په دې بحران کې شریکه ده او هڅه کوي، ویشل شوی، دوه سری او کمزوری حکومت رامنځ ته کړي.

ده هغه په وینا دوې وړې ډلګۍ غواړي د ملت سرنوشت وټاکي او د خلکو پر رایو لوبې وکړي.

هغه امریکا تورنه کړه چې په ټولو برخو کې ناکامه ده او د دوی د ناسمو سیاستونو او یا شومو پلانونو له امله په افغانستان کې اوسنی بحران رامنځ ته شوی دی.

هغه پر ملت غږ کړی چې د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره غږ اوچت کړي او په هېواد کې معاملګرو او ورانکاره شخصیتونو ته د واک د ویش او کمزوري نظام د جوړولو اجازه ور نه کړي.

حکمتیار دغه څرګندونې پر داسې  مهال کوي، چې ناتاييد شوي راپورونه وایي، د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافات حل شوي دی.

ځینې رسنو راپور ورکړی، چې دوی ته د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د احتمالي هوکړې متن رسېدلي، چې له مخې به یې عبدالله د ښاغلي غني مامور او د مصالحې شورا مشر وي.

په هوکړه په دریو برخو، سوله، حکومتولۍ او  اصلاحاتو باندې راڅرخي او دا مسایل په کې د روان بحران د حل مهم ټکي بلل شوي  دي.

سرچینه زیاتوي،هوکړه کې راغلي چې حکومت به د مصالحې عالي شورا جوړوي او د سولې د ټولو چارو مشري به یې عبدالله عبدالله ته ورکوي.

ولسمشر به د دغې شورا د رهبرۍ غړی وي او د مصالحې عالي شورا دفتر به هم د عبدالله اوسنی لاندې کړی ځای سپېدار ماڼۍ وي.

 په هوکړه کې راغلي چې د عبدالله د ثبات او همپالنې د ټیم مرستیالان به د مصالحې عالي شورا ځانګړي استازي وي چې دا شورا به د سولې ټولې چارې تصویب، تثبیت او رهبري کوي.

په دغه احتمالي هوکړه کې زیاته شوې ده چې د مصالحې عالي شورا پرېکړې به د غړو د رایو په اکثریت سره کېږي او د غونډو ریاست به یې د ولسمشر او عبدالله لخوا کېږي.

 همدا راز به د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مصالحې عالي شورا د دارالانشاء او سکرتریت دنده مخته وړي او د شورا د رئیس امر به مني او د مصالحې شورا مقررۍ به هم  د عبدالله لخوا کېږي.

 په هوکړه کې د مصالحې شورا یوه خپلواکه بودیجوي اداره بلل شوې چې مالیې وزارت او نړیوال بنسټونه به پيسې ورکوي.

 د مصالحې شورا ته به د ولسمشر د مرستیالانو په شان پروتوکول ورکول کېږي.

 په حکومت کې هم عبدالله عبدالله ته د ونډې ورکولو اشاره شوې چې د اعلي سرقومندان مرستیال به د ملي امنیت شورا غړی او د ثبات او همپالې ټیم سړی وي.

 په دې احتمالي هوکړه کې چې تر اوسه هیڅ لوري رسما تایید کړې نه ده خو جزییات یې یوې سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط له تاند سره شریک کړي، ویل شوي« د حکومت پنځوس سلنه څوکۍ به د عبدالله ټیم ته ورکول کېږي او تغییر او تبدیل به هم د عبدالله او ولسشمر په مشوره ترسره کېږي.»

که څه هم د عبدالله د ټیم دوه غړو فضل احمد معنوي او فریدون خوځون په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

خو د همدغه ټیم ګڼو غړو تاند ته د نوم نه اخیستلو په شرط ویلي، له ارګ سره د جنجال تر ټولو لویه موضوع عبدالله ته د امتیازاتو په پام کې نیول و، چې تر اوسه ولسمشر غني ډېر شیان نه منل او د صدراعظمۍ په اړه یې سره کرښه دوی ته د نه منلو راکښلې وه.

په عین حال کې د ارګ یوې سرچینې، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته ویلي، عبدالله عبدالله، انوارالحق احدي او د ثبات او همپالنې ټیم ګڼ نور مشران له یوې داسې هوکړې سره موافق دي چې پر اساس یې عبدالله د مصالجې د شورا رييس وي او یو لړ امتیازونه ورته ومنل شي.

خو صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود لا هم په دې ټینګار کوي چې د دوی د ټیم غړی دې صدراعظم وټاکل شي هغه چوکۍ چې د افغانستان په اساسي قانون کې نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي