۰
جنرال تادین:

د طالبانو له خوا خوشي شوي ۲۰ بندیان ټول ملکیان دي

سی شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۰
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، هغه ۲۰ تنه زندانیان چې طالبانو د سولې په نوم خوشي کړي، ټول یې ملکي وګړي دي او یو نظامي هم په کې نشته.
د طالبانو له خوا خوشي شوي ۲۰ بندیان ټول ملکیان دي
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، هغه ۲۰ تنه زندانیان چې طالبانو د سولې په نوم خوشي کړي، ټول یې ملکي وګړي دي او یو نظامي هم په کې نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت له لوري د ۳۶۰ تنه طالب زندانیانو تر خوشي کولو وروسته طالبانو هم په لومړي ځل ۲۰ تنه زندانیان خوشي کړل.

طالبانو دغه ۲۰ تنه زندانیان چې د دوی په وینا د افغان حکومت سرتېري و، وړمه ورځ په کندهار کې سره صلیب ته وسپارل او هغوی بیا د کندهار ولایت چارواکو ته وسپارل.

د دغه کسانو تر سپارل کېدو یوه ورځ وروسته د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان ویلي، کوم زندانیان چې طالبانو خوشي کړي ټول ملکي وګړي دي او یو نظامي هم په کې نشته.

د هغه په وینا په دغه ۲۰ کسانو کې یوازې یوه تن په ۱۳۸۸ کال کې په پولیسو کې دنده درلوده، چې وروسته یې پرېښې وه.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، طالبان د سولې پروسه کې رښتنې نه دي او دغې ډلې مخکې هم یو شمېر ملکي وګړي د امنیتي ځواکونو په نوم کلونه – کلونه له ځان ساتلي.

تادین خان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون خبر ورکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به د طالبانو تر ۱۵ سوه پورې نور زندانیان هم له خپلو زندانونو خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي