د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

افغانستان کې د القاعده یوازې څو سوه جنګیالي پاتي دي

27 حمل 1399 ساعت 10:42

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې اوس مهال د القاعده شبکې یوازې څو سوه جنګیالي پاتي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې اوس مهال د القاعده شبکې یوازې څو سوه جنګیالي پاتي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې له اېم اېس او راډیو سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو شمېر تر سلګونو تنو نه دی اوښتی.

هغه د پاتې القاعده غړو کره شمېر نه دی په ګوته کړی خو ویلي یې دي امریکا چې د کوم هدف لپاره جنګي ماموریت پیل کړی و، هغه هدف پوره شوی او القاعده ډله ماته شوې ده.

نوموړي ویلي، اوس امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو لسګونه سرتېرو له ځای پر ځای کولو پرته هم خپله ساتنه کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې دا هم زیاته کړې، چې دوی طالبانو ته ویلي، چې له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي او په وینا یې اوس دا کار شونی شوی دی.

خو ټينګار یې کړي، چې لا هم ګواښونه شته او لا هم داسې خلک شته، چې د امریکا ګټو ته زیان رسولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې یو شمېر امریکایي شنوونکي ویلي، د امریکا او طالبانو هوکړې په آسیا تیاره خوره کړې او په افغانستان کې به د داعش ډله بېرته فعاله کړي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په نوم د څېړنیز مرکز غړی بروس هافمن خبرداری ورکړی چې دغه تړون سویلي اسیا د تاریکۍ پر رول روانه کړې ده او ورسره به القاعده ډله بېرته په سیمه او افغانستان کې وده وکړي.

ښاغلی هافمن د سولې په پروسه کې د طالبانو په ژمنو شکمن دی او وايي، طالبان د امریکا له دې غوښتنې د ځان په ګټه استفاده کوي چې وايي، افغانستان کې جګړه ختمول غواړي او خپل سرتېري باسي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش د خراسان مشر اسلم فاروقي نیونه مهمه بللې خو وايي، متاسفانه داعش، القاعده او طالبان په جګړه کې د خپلو مشرانو بایللو ته چمتو دي او ځایناستې برنامې هم ورته لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com