د کابل د والي مرستیاله هم په کرونا ویروس اخته شوې ده

27 حمل 1399 ساعت 11:10

چارواکي تاییدوي، چې د کابل د والي مرستیال حنیفه ګیرووال او د بامیانو د ولایتي هوایي ډګر یو منصبدار هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.


چارواکي تاییدوي، چې د کابل د والي مرستیال حنیفه ګیرووال او د بامیانو د ولایتي هوایي ډګر یو منصبدار هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د والي ویاند ناصر مهري تایید کړې، چې په ټولنیزو چارو کې د کابل د والي مرستیاله او له کرونا وباء سره د مبارزې د کمیسیون غړې حنیفه ګیرووال هم په کرونا اخته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، اغلې ګیرووال چې کله د کورونا نښې نښانې په ځان کې وکتلې روغتون ته ولاړه، اوس په کور کې قرنطین ده او روغتیايي وضعیت یې د تشویش وړ نه دی.

ښاغلی مهري ټینګار کوي، چې د آغلې ګیرو وال درملنه روانه ده او په نیږدې وخت کې به یې دوهم ځلي روغتیايي پلټنې هم ترسره شي.

بلخوا د بامیاننو د والي منشي عبدالله انوري ویلي، د ولایتي هوايي ډګر په یو منصبدار کې هم کورونا تثبیت شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په کرونا مرض اخته شوی د هوايي ډګر دغه پوځي منصبدار د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په دې وروستیو کې کابل ته د پوځي زده کړو لپاره تللی و.

د هغه په وینا د هوايي ډګر دغه پوځي منصبدار غوښتل د ځمکې له لارې بامیان ولایت ته راننوزي؛ خو ولایت ته په راننوتلو د روغتیايي ټیمونو لخوا تر معایناتو وروسته پيژندل شوی دی.

د انوري په خبره دغه ناروغ پوځي منصبدار دامهال د بامیانو ولایتي روغتون په تجریدي برخه کې قرنطین او تر درملنې لاندې نیول شوی، چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر دا مهال ۷۸۴ تنو ته رسېدلی، چې ۷۰ یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه ۷۰ تازه ثبت شویو پېښو کې ۳۰ په کابل،۲۲ په هرات او پاتې نورې په یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، چې د کرونا له امله تر اوسه په افغانستان کې ۲۳ تنه مړه شوي او تر ۴۰ پورې ترې روغ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126985

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126985/

جمهور
  https://www.jomhornews.com