ولسمشر د عامې روغتیا وزارت درې معینان لرې او پر ځای یې نور وټاکل

28 حمل 1399 ساعت 8:45

ولسمشر غني د کورونا د بحران په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د عامې روغتیا وزارت درې معینان له دندو لرې کړي دي او پر ځای یې نور کسان ګمارلي.


ولسمشر غني د کورونا د بحران په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د عامې روغتیا وزارت درې معینان له دندو لرې کړي دي او پر ځای یې نور کسان ګمارلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني د حکم له مخې د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو معین ډاکټر فدا محمد پیکان، مالي او اداري معینه ډاکټره ماموسۍ زېور او د پالیسۍ معینه ډیوه صمد هغه کسان دي چې له دندو منفک شوي دي.

ښاغلي غني د دغه درې کسانو پر ځای ډاکټر بشیر نورمل، ډاکټر شفیق شهیم، او وحید مجروح د وزارت د نویو معینانو په حیث ټاکل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار هم د درې معینانو د لرې کېدو او  پر ځای یې د درې نورو کسانو د ګمارل کېدو پخلي وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com