۰
سټولټنبرګ:

طالبان په جګړه نه شي بریالي کېدای، د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
د ناټو عمومي سرمنشي ینس یو ځل بیا ټينګار کړي، چې طالبان په هېڅ صورت د جګړو له لارې موخو ته نه شي رسېدلی.
طالبان په جګړه نه شي بریالي کېدای، د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو
د ناټو عمومي سرمنشي ینس یو ځل بیا ټينګار کړي، چې  طالبان په هېڅ صورت د جګړو له لارې موخو ته نه شي رسېدلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د پای ته رسېدو وړ ده.

نوموړي ویلي، طالبان باید په دې باوري شي، چې د جګړو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی نو ښه به دا وي، چې سولې ته غاړه کېږي.

دی وايي، سولې ته د رسېدو ښه لار دا ده، چې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي او د دغه پوځ په روزنه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار کړي، چې طالبان باید په دې پوه شي چې د سولې او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له لارې موخو ته رسېدلی شي.

سټولټنبرګ همدا راز پر طالبانو دا غږ هم کړی چې له امریکا سره د سولې شوې هوکړې ته درناوی وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي.

هغه دا هم زیاته کړې چې د سولې هوکړه او د سولې په برخه کې هر اقدام د ناټو له ملاتړ برخمن دی او د هوکړې له مخې د خپلو ځواکونو کمولو ته هم ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي