اروپايي ټولنې ویلي، چې ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځ ته شوی او د ملګرو متلونو د اوربند وړاندیز یې منلی خو افغانستان کې لا هم تاوتریخوالی روان دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا افغانستان کې د جګړو دوام ځورونکې بللی او پر ښکېلو غاړو یې یو ځل بیا د اوربند غږ کړی دي.
نوموړي ویلي په ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځ ته شوی دی، چې وړاندیز ملګرو ملتونو کړی دی او ګڼو هېوادونو عملي کړی دی.
د کوبیا په خبره ان وسله والو ډلو هم په ټوله نړۍ کې دغه اوربند ته غاړه اېښې ده او ټول د کرونا پر ضد پر مبارزه بوخت دي، خو په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي هېڅ څرک نشته، چې دا مساله ځورونکې ده.
د اروپايي ټولنې استازي پر ښکېلو لورو غږ کړی چې جګړې ودروي، اوربند وکړي او د کرونا پر ضد مبارزه وکړي څو د بشري ناورین مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو، ناټو او دغه راز افغان حکومت هم پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د کرونا سره د مبارزې په خاطر اوربند وکړي، خو طالبانو دغه خبره تر اوسه نه ده منلې.
جمهورخبري آژانس:کابل