۰
پمپیو:

امریکا افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ویلي، دوی په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي او له ټولو اړخونو غواړي، چې په خپله کړې هوکړه کې پر ژمنو عمل و کړي.
امریکا افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ویلي، دوی په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي او له ټولو اړخونو غواړي، چې په خپله کړې هوکړه کې پر ژمنو عمل و کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو چې پرون پنشنبې د وري ۲۸ مه د جنوبي او منځنۍ آسیا له خبریالانو سره په ټېلېفوني خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمنه ده او د دې کار لپاره د جګړې له دواړو ښکېلو خواوو سره تماسونو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دی خپله او خلیلزاد جدي هڅې کوي، چې طالبان تاو تریخوالی کم کړي او په خپلو بریدونو کې کمښت راولي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي«تاسو هغه تاوتریخوالی یادوئ چې طالبان یې په افغانستان کې کوي، موږ په دې برخه کې کار ته دوام ورکوو، شخصاً زه او سفیر زلمی خلیلزاد په ګډه کار کوو څو دا خبره یقیني کړو چې ټول اړخونه د سولې په هوکړه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.»

ښاغلي پومپیو همداراز یادونه وکړه چې متحدایالات په افغانستان کې د ننه له حکومت، غیر حکومتي موسسو، طالبانو، شخصیتونو، او نورو ښکېلو اړخونو سره ګډ کار کوي څو د سولې او پخلاینې پروسه پرمخ ولاړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړي، چې دغه نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان او په ټوله کې د جنوبي او منځنۍ آسیا د سیمو لپاره مهمه ده.

ده ویلي«موږ مخ پر وړاندې ځینې مثبت ګامونه ولیدل، د بندیانو تبادله مو تېره اوونۍ ولیدله، هیله ده چې افغان حکومت به د داسې یوه مرکچي پلاوي جوړولو ته ورنژدې شوی وي چې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي، موږ هڅه کوو چې د سیمې په کچه ټولې خواوې په دې هڅو کې ښکېل وي، دا یوازې د امریکا نه بلکې د ټولو هڅې دي څو د بین لافغاني خبرو له لارې د لانجې حل ته ورسېږو.»

له دې مخکې د ناټو عمومي منشي هم له طالبانو غوښتي و، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستو له هوکړې سره سم په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

د ناټو سرمنشي دا هم زیاته کړې و ه، چې په افغانستان کې د سولې د ملاتړ تر ټولو ښه لاره د افغانستان د دفاعي، امنیتي ځواکونو ملاتړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي