حکومت له کرونا سره، د مبارزې طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه

29 حمل 1399 ساعت 10:47

حکومت د کابینې په غونډه کې له کرونا وبا سره د مبارزې د ښه مدیریت په موخه ملي طرحه په اصولو کې تصویب کړه.


حکومت د کابینې په غونډه کې له کرونا وبا سره د مبارزې د ښه مدیریت په موخه ملي طرحه په اصولو کې تصویب کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راز حکومت دغه طرحه له نړیوالې ټولنې، پراختیایي شریکانو او اړوند سازمانونو سره هم شریکه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې تېره ورځ مازدیګر له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د منابعو موندلو او په مشخصو پروګرامونو کې د کاري ګروپونو د ایجاد لپاره د حکومت طرحه د ملي طرحې په توګه په پرنسیب کې تصویب کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په یاده غونډه کې د کابینې له غړو وغوښتل شول چې په دې اړه خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلې بڼه برابر او د حکومت رهبري ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طرحه به له کرونا وبا سره د مبارزې بهیر د غوره مدیریت په موخه له نړیوالې ټولنې، انکشافي شریکانو او اړوندو بین المللي سازمانونو سره له واضح وړاندیزونو سره یو ځای شریکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127034

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127034/

جمهور
  https://www.jomhornews.com