۰
سیمه ییز چارواکي:

طالبانو د بګرام شپږ کارکوونکي وژلي دي

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د بګراه نظامي اډې شبږ تنه کارکوونکي په یوه وسله وال برید کې وژلي دي.
طالبانو د بګرام شپږ کارکوونکي وژلي دي
د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د بګراه نظامي اډې شبږ تنه کارکوونکي په یوه وسله وال برید کې وژلي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۸مه) د بګرام هوايي اډې په څو مترۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې د بګرام نظامي اډې  ۹ تنه کارکوونکي خپلو کورونو ته روان و، چې وسله والو طالبانو پرې برید کړی او شپږ تنه یې ترې وژلي دي.

د والي د ویاندې په وینا د دغه کارکوونکو په متقابل برید کې یو وسله وال طالب هم ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي