وسله والو طالبانو په درېیم ځل ۲۰ تنه نور افغان بندنیان هم خوشي کړي، چې په دې سره د طالبانو له لوري د ټولو خوشي شویو بندیانو شمېر ۶۰ تنو ته ورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه ۲۰ تنه بندیان پرون جمعه د وري ۲۹ مه ماسپښین مهال د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا له دروازې سره خوشي شوي دي.
مجاهد وايي، خوشي شوي بندیان ټول افغان پوځیان او پولیس دي، چې د خوشي کېدو پر مهال هر یوه ته یو جوړ جامې او پنځه زره افغانۍ هم ورکړل شوي دي.
د طالب ویاند په وینا خوشي شوي بندیان سره صلیب ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې د لغمان والي آصف ننګ پر خپله فسبوک پاڼه د یادو بندیانو د خلاصون پخلی کړی وايي، طالبانو پرون او وړمه ورځ ۴۰ تنه زندانیان خوشي کړي.
د هغه په وینا دغه زندانیان د افغان حکومتي پلاوی په منځګړیتوب د ځانګړي تفاهم له مخې چې ټول د لغمان ولایت اړوند دي طالبانو خوشي کړي.
حکومتي چارواکي وايي د خوشې شويو کسانو د هویت معلومولو په اړه تحقیقات کوي او دا به هم معلوموي چې د دغه کسان سرتیري وو که نه وو.
د یادونې ده، چې د افغان ځواکونو له خوا د ۳۶۰ طالب بندیانو تر خوشي کېدو وروسته طالبانو هم په کندهار ولایت کې شل تنه افغان بندیان سره صلیب ته وسپارل.
خو یوه ورځ وروسته د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي و، چې د طالبانو له لوري خوشي شوي بندیان ټول ملکي وګړي دي او یو نظامي هم په کې نشته.
تر دې وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا د همدې امله د زندانیانو د خلاصون لړۍ ودروله.
جمهورخبري آژانس:کابل