کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي

30 حمل 1399 ساعت 11:59

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یادې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یادې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۹مه) د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په کمپ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمیم وايي، د کور چت د ډېر باران د ورېدو له امله لوېدلي، چې په کې ښځه، خاوند او څلور ماشومان یې مړه دي.

بل خوا د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې هم د یوه کور چت پرېوتی چې له امله یې  یوه ماشومه مړه شوې ده.

د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ختیځ زون په کډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سخت بارانونه شوي، چې  له امله یې  سېلابونه هم راوتلي او خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com