هند له کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان سره د درملو مرسته کړې

30 حمل 1399 ساعت 12:13

هند له کورونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ژمنې په اساس ۵۰۰ زره هایدروکسي کلوروکوین او سل زره پاراسټامول دانې ټابلیټ رالېږلي دي.


هند له کورونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ژمنې په اساس ۵۰۰ زره هایدروکسي کلوروکوین او سل زره پاراسټامول دانې ټابلیټ رالېږلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه درمل چې د تبې او ملاریا لپاره کارېږي، خو اوس د کورونا لپاره هم توصیه شوي دي.

یاد درمل د اریانا هوايي شرکت له لارې کابل ته راورسېدل، چې افغان حکومت یې له هند څخه مننه کړې ده.

په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر وايي، هند د دغو درملو تر څنګ په دغه سخت وخت کې ۵۰۰۰ ټنه غنم هم د چابهار له لارې افغانستان ته استولي دي.

هندوستان د هایدروکسي کلورکوین درمل نه یوازې افغانستان بلکې ۱۲ نورو هیوادونو ته هم استوي او ویل کېږي چې په ټوله کې ۲۵ هیوادونو ترې دا درمل غوښتي دي.

هند له افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د درملو مرسته پر داسې مهال کوي، چې په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې  پېښې ۹۳۳ ته رسېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کرونا له اخته کسانو ۱۲۲ روغ شوي خو ۳۰ نور ترې مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com