روسیه:

امریکا، چین او پاکستان د افغانستان کې د بحران د حل لپاره هڅې همغږې کړي

30 حمل 1399 ساعت 12:24

روسیې پر امریکا، چین او پاکستان غږ کړي، چې دغه درې لوبغاړي دې د افغانستان د بحران په حل کې خپلې هلې ځلې سره همغږې کړي.


روسیې پر امریکا، چین او پاکستان غږ کړي، چې دغه درې لوبغاړي دې د افغانستان د بحران په حل کې خپلې هلې ځلې سره همغږې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، مسکو له ټولو نړیوالو لوبغاړو غواړي چې په افغانستان کې اوسنی بن بست هوار کړي.

د هغې په وینا نړیوال لوبغاړي باید د افغانانو ګټې یقیني کړي او په سیمه کې د رښتینې سولې لپاره په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.

بل خوا ماریا زخارووا  وايي، تر څو چې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ هوار نه شي بین الافغاني مذاکرات هم نه شي پیلېدای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تور پورې کړی چې افغان چارواکي په اوس وخت کې د سولې په مخه کې مهم خنډونه جوړوي.

د هغې په وینا د کابل د روان سیاسي کړکېچ په برخه کې امریکا هم ملامته ده، ځکه چې د یو نوماند بریا یې ومنله.

نوموړې ویلي، د افغانستان روان سیاسي کړکېچ د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د هغو ژمنو خلاف دی چې دوی په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته کولو لپاره په خپلو کې کړې وې.
 
افغان حکومت د مسکو دغه دریځ ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com