لسګونه افغان کډوال له یونان جرمني ته لېږدول شوي دي

31 حمل 1399 ساعت 8:47

د کرونا له وبا سره هممهاله نړیوالو بنسټونو او المان غوښتي چې د یونان په کمپونو کې پراته کډوال له دې ځایه ولېږدوي.


د کرونا له وبا سره هممهاله نړیوالو بنسټونو او المان غوښتي چې د یونان په کمپونو کې پراته کډوال له دې ځایه ولېږدوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر ډېره له دې سیمو بې سرپرسته ماشومان لېږدول کېږي چې ډېری یې د افغانستان او سوریې دي.

د راپورونو له مخې لسګونه کډوال له یونان المان ته لېږدول شوي چې ګڼ افغانان هم پکې شامل دي.

المان ویلي ۳۵۰ نور کډوال به هم له دغه کمپ لېږدوي

 بلخوا سویس هم ویلي چې دوی تر ۱۶۰۰ پورې ماشومان له دغه کمپ لېږدوي.

د سرچینې په خبره د دوی تمرکز پر هغو ماشومانو دی چې بې سرپرسته دي او د یونان د کډوالو په کمپ کې اوسي.

په دغه هېواد کې نږدې سل زره کډوال په کمپونو کې ځای پر ځای شوي چې درېیمه برخه یې ماشومان دي.

دوی له دې ځایه غواړي اروپايي هېوادونو ته لاړ شي خو د لارې سختیو همدلته تم کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com