تخار کې د محلي اردو ۱۹ سرتېري وژل شوي دي

1 ثور 1399 ساعت 10:13

د تخار سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دغه ولایت کې د طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۲۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د تخار سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دغه ولایت کې د طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۲۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند محمد جواد هجزي وايي، دغه نښته تېره شپه (د وري ۳۱ مه) د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې  ده.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د محلي اردو په څو پوستو بریدونه وکړل، چې څو ساعته یې دوام درلود.

دی و ايي، د طالبانو سره په نښته کې د محلي اردو ۱۹ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com